معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست لۀ لوري د ولایتي ادارو ویاندویانو ته ۱۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست لۀ لوري د ولایتي ادارو ویاندویانو ته ۱۵ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۰مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یاد ورکشاپ د اطلاعات او کلتور ریاست تر چتر لاندې د اطلاعاتو امریت په نوښت پر لار اچول شوی، چې په کې به د ننګرهار ولایتي ادارې د ملکي او نظامي ادارو ویاندویانو ته د پوهنتون استادانو له لوري د ژورنالېزم په برخه کې روزنه ورکړل شي.
د خبر له مخې دغه ورکشاپ کې به د پنځو تجربه لرونکو استادانو پرمټ یادو ورځو کې د خبر او راپور لیکلو د مهارت ترڅنګ، انځور اخیستنې، ویډو اېډېټ، آډیو اېډېت او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو باندې ګډونوالو ویاندویانو ته روزنه ورکړل شي.
دغه روزنیز ورکشاپ کې ګډونوالو ویاندویانو د اطلاعات او کلتور ریاست له مسوولینو مننه وکړه، چې د ویاندویانو د ظرفیت لوړولو لپاره هڅې کوي.
د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولین ډاډ ورکوي، چې د ریاستونو مطبوعاتي مسوولین به په دغې ۱۵ ورځني روزنیز ورکشاپ کې ډېره اغېزمنه روزنه ترلاسه کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس