معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ننګرهار روداتو کې دوو کورنیو خپلمنځي شخړه کې یو تن وژلی او څلور نور ژوبل دي

د ننګرهار روداتو کې دوو کورنیو خپلمنځي شخړه کې یو تن وژلی او څلور نور ژوبل دي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره ماښام د دغه ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د دوه کورنیو ترمنځ خپل منځي شخړه شوې، چې په کې یو تن وژل شوی او څلور نور ژوبل دي.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوولینو ویلي، چې دغه نښته د روداتو ولسوالۍ په مزینې کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو له امله شوې ده.
خبر زیاتوي، چې د دغو کورنیو ترمنځ یاد جنجال له پخوا څخه موجود و، چې تېره ماښام یې یو بل په لرګو او تبرګو باندې وهلي دي.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوولینو ویلي، چې روداتو ولسوالۍ کې د امنیې قومندانۍ مجاهدینو پر وخت ځانونه د پېښې ځای ته رسولي او سیمه یې کنټرول کړې ده.
د دوی په خبره د پېښې ټپیان د روداتو روغتیایي مرکز ته رسول شوي، چې روغتیایي حالت یې د ډاد وړ ښودل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس