معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ننګرهار سره رود کې د بټيو لوګي د ځايي خلکو د ناروغيو لامل شوي

د ننګرهار سره رود کې د بټيو لوګي د ځايي خلکو د ناروغيو لامل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې ځايي اوسېدونکي وايي، بټۍ والا له ربړونو او نورو ناسمو سون توکو استفاده کوي، چې لوګی یې ډېر او زیان رسوونکی وي.
د دوی په خبره د همدې لوګیو له امله ډېری کسان په مختليفو تنفسي نارغيو اخته شوي دي.
ځایي خلک له مسوولينو غوښتنه کوي، چې دغو بټیو کې د ربړونو او نورو مضرو لوګي لرونکو توکو پر سوځولو بندیز ولګوي.
روغتیا پالان وایي، که د مضره لوګیو لرونکو توکو له سوځېدا مخنیوی ونشي، پر ټولنه به یې ناوړه اغېزې ډېرې او د ناروغیو کچه به لوړه کړي.
د ننګرهار د چاپېربال ساتنې ریس فېروز محمدزی بیا وایي، د بټیو هغه مالکین یې د مضره سون توکو پر سوځولو څو وار جریمه کړي او بټۍ یې هم ور بندې کړي، چې په خبره یې دا لړۍ به نوره هم چټکه کړي.
د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې اوس مهال تر ۴۰ پورې د پخو خښتو بټۍ فعاليت کوي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس