معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ کې ۴ سوه کورنیو لپاره د یوې شبکې د جوړېدو رغنیزې چارې روانې دي

د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ کې ۴ سوه کورنیو لپاره د یوې شبکې د جوړېدو رغنیزې چارې روانې دي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۰ نېټه):
د راپورونو له مخې د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالۍ د څښلو پاکو اوبو د شبکې جوړېدو کارونه په چټکۍ سره جریان لري.
د خبر له مخې د کلیو، بیارغونې او پراختیا د رییس په لارښوونه د دغې شبکې د چارو د ښه کېفیت په موخه د پروژې مدیر انجنیر نور زمان حقمل څارنه تر سره کړه.
یاده پروژه چې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندې د IMC موسسې په همکارۍ پیل شوي، تقریباً ۸۰ سلنه چارې یې بشپړې شوي، چې نږدې راتلونکي کې به د سیمې خلکو ته د ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شي.
د یادونې وړ ده د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د جوړ شوي پراختیایي پلان په اساس د لرې پرتو ولسوالیو هغه سیمي په نښه کوي، چې د لسیزو راپدېخوا ورته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس