معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ننګرهار نازیانو کې پر ۱۵ جریبه ځمکې کرل شوي کوکنار له منځه یوړل شول

د ننګرهار نازیانو کې پر ۱۵ جریبه ځمکې کرل شوي کوکنار له منځه یوړل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۹ نېټه):
د ننګرهار امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوولینو ویلي، چې د ننګرهار ولايت امنيې قومندانۍ اړوند پرسونل د دغه ولایت په نازیانو ولسوالۍ سیمه کې د کوکنارو کَر په مقابل کې عملیات ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې د دغې ولسوالۍ په ۱۵ جريبه ځمکې کرل شوي کوکنار له منځه یوړل شول.
د مسوولینو په وینا د دوی دغه عملیات به تر هغې دوام لري، څو چې د یادې ولسوالۍ ټولې سیمې د کوکنارو له کښت څخه پاکې شي.
موده وړاندې د سرپرست افغان حکومت امیر د یو فرمان په ترڅ کې د کوکنارو کښت په ټول هېواد کې ممنوع اعلان کړل، چې اوس مسوولین د ننګرهار په ګډون ډېری ولایاتو کې د دغې بوټي د لمنځه وړلو په موخه عملیاتونه ترسره کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس