معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ننګرهار په درې ولسوالیو کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د نهو ښوونځیو ترمیمات کیږي

د ننګرهار په درې ولسوالیو کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د نهو ښوونځیو ترمیمات کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۵ نېټه):
د گهیځ نیوز د خبر له مخې د دې ولایت په درې ولسوالیو هسکه مېنه، کوټ او اچین کې نهو مکتبونو لپاره د احاطې دېوالونو جوړول، د څښاک پاکو اوبو برابرول او د تشنابونو رغولو ترڅنګ ګڼ نور ترمیمات ترسره کیږي.
مسوولینو د هسکې مېنې پاپین لېسه کې د دغې پروژې د بنسټ ډبرې په کېښودلو سره رسماً دغه چارې پیل کړې.
د یادې پروژې مالي لګښت ختیځ زون کې د ماشوم ساتنې ادارې له خوا ورکول کیږي، چې د مسوولینو په وینا بشپړېدلو سره به د دغې سیمې د پوهنې بهیر کې د پام وړ ښه والی راشي.
قومي مشرانو، زده کوونکو او د پوهنې د برخې ځایي مسوولینو له خپلو مسوولو مشرانو او مرسته کوونکې ادارې څخه مننه وکړه، چې د یادې پروژې پیل یې د دوی له سیمې وکړ.
د یادونې وړ ده چې د ننګرهار د پوهنې رییس پخپلو خبرو کې د زده کوونکو ته هم ډاډ ورکړ، چې د پوهنې وزارت له لوري د ننګرهار پوهنې ریاست ته ۳۹ لکه درسي کتابونه برابر شوي، چې رسېدو سره به یې دغه ولایت کې د کتابونو کمښت ستونزه تر ډېره بریده حل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس