معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ننګرهار په سره رود کې درې تنه له ۲ سوه کیلو ګرامه اپینو سره یوځای ونیول شول

د ننګرهار په سره رود کې درې تنه له ۲ سوه کیلو ګرامه اپینو سره یوځای ونیول شول

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار سره رود ولسوالۍ بختان چېک پواینټ کې ۲ سوه کیلو ګرامه اپین له درې تنو سره یوځای ونیول شول.
د خبر له مخې دغه اپین په یو موټر کې په ډېر مهارت سره ځای پرځای شوي وو، چې د عامه امن خندق د درېیم نمبر کنډک سرتېرو له لوري کشف او ترلاسه شول.
د عامه امن خندق د درېیم نمبر کنډک قومندان په وینا یادو کسانو غوښتل چې دغه اپین له شینوارو ولسوالۍ څخه هلمند ولایت ته ولېږدوي.
د نوموړي په خبره نیول شوي کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس