معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ننګرهار په سره رود کې چاودنې یو تن وژلی او بل ټپي دی

د ننګرهار په سره رود کې چاودنې یو تن وژلی او بل ټپي دی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نن پنجشنبه شاوخوا لس بجې د ننګرهار سره رود ولسوالۍ نغرک پُل ته څېرمه د یوې سلمانۍ مخته چاودنه شوې.
د ننګرهار امنیې قوماندنۍ ویلي، دې چاودنه کې یو تن چې هویت یې نه معلوميږي، خپل ژوند له لاسه ورکړی او د سلماني کارکوونکی ټپي شوی دی.
د دوی په خبره چاودنه کې نور چا ته ځاني او مالي زیان نه دی رسېدلی.
امنیتي مسوولینو ویلي، چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.
تر اوسه د دې چادونې مسوولیت چا نه دی منلی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس