معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د نورستان مرکز او نورګرام کې د ۷،۵ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې

د نورستان مرکز او نورګرام کې د ۷،۵ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د نورستان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، د مرکز پارون اړوند چتراس کلي ۶،۵ کیلو متره سړک او نورګرام ولسوالۍ اړوند زیارت کلي یو کیلو متر سرک د بیارغونې چارې پیل شوې، چې سلګونو ولسي خلکو ته په کي د کار زمینه هم برابره شوي ده.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس وايي، ياد سرکونه د UNOPS په مالي ملاتړ د ډاکار مؤسسې په تخنيکي همکارۍ او د کليو، بيارغونې او پراختيا رياست تر چتر لاندې د ۵،۴ ميليونو افغانيو په ارزښت رغول کيږي.
نوموړي ویلي، دغه سړکونو ویجاړې برخې به په يو مياشت کې جوړ او ګټه اخستنې ته به وسپارل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس