کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د حمـ. ـاس غورځنګ د سیاسي مشر پر شهادت د نړۍ ګڼو مشرانو غبرګون او خواشینې ښودلې.
د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د نوموړي شهادت سیاسي لامل بللی، چې په خبره یې په سیمه کې به د لا ترینګلتیا ګواښ زیات کړي.
د افغان حکومت لوړ پوړي غړي انس حقاني دا ستره ضایع بللې او ویلي یې دي، چې د همداسې سترو انسانانو د وینو لیکې د آزادۍ لار ترسیموي.
حزب الله ویلي، د اسماعیل هنیه شهادت به د مقاومت په ټولو برخو کې د دوی هوډ لا ځواکمن او پیاوړی کړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د هنیه وژنه په کلکو ټکو غندي.
د الجزیرې لپاره د فلسطین د ملي مقننه شورا مرستیال ویلي، موږ د ستر ملي مشر هنیه شهادت خواشیني کړي یؤ، خو خپل مقاومت ته به دوام ورکړو.
اسماعیل هنیه د ایران ولسمشر د لوړې مراسمو ته له قطر څخه ورغلی و، چې هلته د خپل یو ساتونکي سره یوځای په وسلوال برید کې په شهادت ورسېد.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/