معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هرات زلزله ځپلو سره تر اوسه ۳۱۲ میلیونه افغانۍ مرستې اعلان شوې

د هرات زلزله ځپلو سره تر اوسه ۳۱۲ میلیونه افغانۍ مرستې اعلان شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هرات د خونړۍ پېښې له قربانیانو سره د مرستې په موخه تر دې مهاله په کور دننه بېلابېلو سوداګرو، او سرپرست حکومت نږدې ۳۱۲ میلیونه افغانۍ مرستې اعلان کړې ده.
د خبر پر بنسټ، د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي د هرات د پېښې په اړه د ژورې خواشينۍ سربېره د دې پېښې له قربانیانو سره ۲۰۰ میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړې ده.
نوموړي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې هرات ولایت ته یې استازی هم نن سفر کوي او هلته به د مرستو لړۍ عملا پیل کړي.
بل خوا د رییس الوزرا له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دوی یو ګډ کمېسیون ټاکلی او د پېښې له قربانیانو سره به ۱۰۰ میلیونه افغانۍ مرسته کوي.
په ورته وخت کې د کام ایر هوايي شرکت هم د لس میلیونو افغانیو مرستې اعلان کړی او ویلي یې دي، چې ډېر ژر به دغه مرستې د هرات د پېښې قربانیانو ته ور ورسوي.
په کابل، پکتیا، خوست، ننګرهار، نیمروز، فراه، بادغیساو یو شمېر نورو ولایاتو کې هم ګڼو ځوانانو د مرستې راټولونې ډلې جوړې کړي، خو تر اوسه د راټولو شویو مرستو اندازه نه ده معلومه.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس