کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د هرات له زلزلې یو کال وروسته او د ژمي په رانږدې کېدو سره لاهم ۲۵ زره زیانمنې شوې کورنۍ له مناسبې سرپناه بې برخې دي.
یاد دفتر په دې راپور کې پر دغه وضعیت اندېښنه ښودلې ده.
د راپور له مخې تېر یو کال کې بېلابېلو سازمانونو له زلزله ځپلو سره مرسته وکړه او بېړنۍ حالت یې کابو کړ، خو لا هم په ژمي کې بېړنۍ اړتیا پرځای ده.
اوچا له دې وړاندې هم ویلي وو، چې تېر کال د هرات له ۲۷۵ زرو زلزله ځپلو سره مرستې شوې دي.
بل لور افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما ویلي، د هرات له زلزله ځپلو سره د نړیوالو مرستو سربېره، بیا هم زلزله ځپلي بشرپالو مرستو ته اړتیا لري.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/