معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هلمند اوسېدونکي سږ کال اختر کې د وچې مېوې له لوړې بیې شکایت کوي

د هلمند اوسېدونکي سږ کال اختر کې د وچې مېوې له لوړې بیې شکایت کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۳۱ نېټه):
د راپورونو له مخې د هلمند ولایت اوسیېدونکي د اختر را نږدې کېدو سره د وچو مېوو د نرخونو له لوړوالي شکایت کوي.
دوی وایي، چې د تېر کال په پرتله سږ کال د خوراکي توکو تر څنګ د وچو مېوو د بیو په لوړوالي کې د پام وړ بدلون راغلی، چې له امله یې بې کاره او بې وزله کسان د دغو توکو د پېرولو توان نه لري.
هټیوال هم د وچو مېوو د نرخونو لوړېدل مني، خو عمده علت یې بازارونو کې د پاکستانیو کلدارو کارول او بهر ته له افغانستانه د وچو میوو صادرېدل ښیي.
د لښکرګاه ښاروالۍ بیا ویلي، چې د اختر شپو_ورځو کې د وچې مېوې د پلورلو تقاضا زیاته وي، چې له همدې امله یې بیو کي لوړوالي راځي، خو بیا هم یادونه کوي چې د ښاروالۍ مسوولین وخت په وخت په ښار کي د خوراکي او غیري خوراکي توکو د بیو د کنټرول په برخه کي خپلي هڅي کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس