کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۳۰):
هلمند ولایت کې د سنګین ولسوالۍ د پوهنې آمر اختر محمد ویلي، د هلمند سنگین ولسوالۍ چې په تېرو شلو کلونو کې د جګړو مرکز پاتې شوی و، له تېرو دریو میاشتو راهیسې زرگونه ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره شوې ده.
د پوهنې آمر ویلي، چې په تېرو دریو میاشتو کې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ۱۳۵ سیمه ییز ټولګي جوړ شوي چې په کې د نجونو او هلکانو په ګډون ۵ زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شوې ده.
دغه سیمه د تېرو څو لسیزو جګړو له امله تعلیمي بهیر څخه لرې پاتې شوی دی.
د هلمند په سنګین کې د زده کړو دغه زمینه په داسې حال کې برابریږي چې د تازه پرېکړې له مخې لوړو زده کړو وزارت پر نجونو پوهنتوني زده کړې تر امر ثاني پورې وځنډولې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/