کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د هندوستان کرکټ بورډ ادارې تېره ورځ د افغانستان پر وړاندې راتلونکې لوبلړۍ ته خپله لوبډله اعلان کړه.
ټاکل شوې چې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۱مه نېټه د درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پیل او د همدې میاشتې تر ۱۷مې نېټې دوام وکړي.
افغانستان دغو سیالیو لپاره د جنورۍ په ۶مه نېټه د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ ۱۹ کسیزه لوبدله اعلان کړه.
د هند په اعلان شوې لوبډله کې روحیت شرما (لوبډلمشر)، ویرات کولي، شبمن ګیل، یشسوي جایسوال، تیلک وارما، سنجو سامسون، اکشرپټیل، رینکو سینګ، جتیش شرما، شیوام ډوبي، واشنګټن سوندر، روي بیشنوی، کولدیپ یادو، ارشدیپ سینګ، اوېش خان او مکیش کومار شامل دي.
افغان کرکټ لوبغاړي تېره ورځ د هندوستان موهالي ښار ته رسېدلي دي.
د دې لوبلړۍ لومړۍ سیالۍ به په موهالي، دوهمه به په ایندور او درېیمه به په بنګلور ښار کې ترسره شي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/