کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هند د اوسني لومړي وزیر نرېندرا مودي په مشرۍ د بهاراتیا جنتا ټلواله د پارلمان له ټولو ۵۴۳ څوکیو څخه چې تر اوسه یې د ۱۵۵ څوکیو لپاره رایې شمېرل شوي، د پارلمان ډېرې څوکۍ یې ګټلې دي.
تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول، چې د ۶۲ څوکیو لپاره په رایې شمېرنه کې د هند د کانګرس ملي ګوند مخکښ دی.
د ټاکنو کمېسیون د ګجرات ایالت د رایو پایلې اعلان کړې، چې له مخې یې د بهارتیا جاناتا ټلواله یو ځلې بیا په خپل پخواني دریځ ولاړه او بریالۍ ده.
تمه کیږي چې تر نن ماښامه د هند د ټاکنو وروستۍ پایلې په ډاګه شي.
د رایې شمېرنې له پیل سره هم مهاله، د هند د سهامو ارزښت په بازارونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/