کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۶ مه نېټه):
د هند کرکټ غوره ليګ يا IPL لوبو کې ګجرات ټايټنز لوبډلې، چې د افغانستان راشد خان او نور احمد لکڼوال په کې لوبیږي، ممبیي انډينز لوبډلې ته په ۶۲ منډو ماته ورکړه.
د ګجرات ټايټنز له لوري ممبيي انډينز لوبډلې ته د دغې ماتې په ورکولو ګجرات ټايټنز د دغو سياليو پایلوبې ته لار وموندله.
دغه لوبه کې د افغانستان راشد خان هم دوه وېکټې ترلاسه کړې.
ټاکل شوې چې پايلوبه سبا د يکشنبې ورځ له چنای سوپر کېنګز لوبډلې سره ترسره شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/