معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د هند سوداګریز کرکټ لیګ کې د دوهم پړاو لوبډلې معلومې شوې

د هند سوداګریز کرکټ لیګ کې د دوهم پړاو لوبډلې معلومې شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي لومړی نېټه):
د هند غوره لیګ یا IPL لیګ لومړی پړاو سیالۍ بشپړې شوې او ګجرات لوبډلې په خپلې وروستۍ لوبې کې د بنګلور لوبډلې په ماتولو سره د نمرو په جدول کې یو وار بیا لومړی مقام وساته.
تېره ورځ د ګجرات ټایټانز او رویل چلینجرز بنګلور ترمنځ د لیګ پړاو وروستۍ سیالي ترسره شوه، چې ګجرات لوبډلې په ۶ وېکټو وګټله. د دې سیالۍ ګټل د بنګلور لوبډلې لپاره خورا اړین و، خو هغوی ونه کړای شول چې له ۱۹۸ منډو دفاع وکړي او په دې سره سږکال هم ‘پلې اف’ ته له رسېدو پاتې شول.
په یادې سیالۍ کې د بنګلور لپاره ویرات کولي او د ګجرات لپاره شبمن ګیل سلیزې ووهلې. راشدخان او نوراحمد هم خپلې لوبډلې ته ښه ولوبېدل چې خان یوه او نوراحمد دوه وېکټې واخیستې.
د لیګ پړاو تر بشپړېدو وروسته ګجرات ټایټانز په اول، چینای سوپرکینګز په دوهم، لکنو سوپر جاینټز په درېیم او ممبيي اینډینز په څلورم مقام کې پاتې شول.
د آی پي ایل سیالیو لومړی پلې اف به د مې په ۲۳مه نېټه د ګجرات او چینای لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
دغه راز ممبي اینډینز او لکنو سوپرجاینټز لوبډلې به د می په ۲۴مه نېټه دوهم پلې اف ترسره کړي او بیا به د همدې میاشتې په ۲۸مه نېټه د یادو سیالیو پایلوبه په احمدآباد ښار کې ترسره شي.
د ویلو ده چې افغان لوبغاړي راشدخان د زیاتو وېکټو اخیستونکو په ډله کې له محمدشامي سره برابر دی او ۲۴ لوبغاړي یې سوځولي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس