معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هوايي دهلېز له لارې د افغانستان په عوایدو کې زیاتوالی راغلی

د هوايي دهلېز له لارې د افغانستان په عوایدو کې زیاتوالی راغلی

کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۵ مه نېټه):
د مالیې وزارت وایي، په تېرو ۱۵ میاشتو کې د هوایي کارګو له لارې د افغانستان واردات ۷.۸ میلیارده او صادرات ۴.۳۰ میلیارده افغانۍ وو او له دې لارې ۹۶۵ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي.
د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت له لوري په ګمرکونو کې رونټیا او سوداګرو ته د ښو اسانتیاوو رامنځته کولو په پایله کې د هوایي کارګوګانو له لارې د وارداتو او صادراتو کچه د پام وړ زياته شوې ده. سرچينې ليکلي په تېرو ۱۵ میاشتو کې د هوایي کارګوګانو له لارې د واردو شوو توکو ګمرکي ارزښت ۷ میلیارده او ۸۰۰ میلیونه افغانیو ته رسېږي. مالیې وزارت ویلي چې له دغه مدرکه يې ۹۵۴ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې په یاده موده کې د هوایي کارګوګانو له لارې د ۴ میلیارده او ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت صادرات شوي چې له درکه يې ۱۱ میلیونه افغانی عواید ترلاسه شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس