کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا سرپرست وزیر په دغه وزارت کې د ۴۵۰ بستونو لپاره د برېښنايي ازموینې په پروګرام کې منلې، چې اوس مهال د هېواد روغتیايي سیستم له بېلابېلو ننګونو سره مخ دی.
نوموړي په دغه پروګرام کې ویلي، هڅه کوي چې ژر تر ژره دغه ننګونې حل کړي.
بل لور د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون لخوا د ۴۵۰ بستونو لپاره د برېښنايي ازموینې پروګرام جوړ شو، چې څه باندې۳۵۰۰ سیالانو په کې ګډون وکړ.
په دغه پروګرام کې د چارو ادارې د عمومي ریاست مرستیال وایي، چې دغه اداره د کارکوونکو د وړتیاوو د لوړولو لپاره ځانګړي انسټیټیوټونه لري.
د ازموینې ګډونوال بیا د لا روڼتیا د رامنځته کېدو غوښتنه کوي.
د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، په راتلونکي کې به د بېلابېلو طبي برخو لپاره ۸۵۰۰ نور بستونه هم آزادې سیالۍ ته وړاندې شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/