کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۱ نېټه):
د هوا پېژندنې ادارې نن د افغانستان په اوو ولایتونو کې د واورې او شدیدو بارانونو اټکل کړی دی.
د دغې ادارې په وینا ځینې سیمو کې به د واورې کچه تر ۳۰ سانتي مترو پورې ورسیږي.
د هوا پېژندنې ادارې مشر نسیم مرادي ویلي، چې بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، پروان، پنجشیر، نورستان او سالنګونو کې د واورې، باران او تالندې احتمال شته.
د ده په خبره د باران د اورښت کچه به له لسو تر ۳۰ ملي مترو او د واورې کچه به هم له لسو تر ۳۰ سانتي مترو پورې ورسیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/