معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / د هېواد په جنوب لویدیځ کې زلزله ځپلي او زمونږ مسؤولیت!

د هېواد په جنوب لویدیځ کې زلزله ځپلي او زمونږ مسؤولیت!

د روانې اونۍ په پیل کې یو ځل بیا د افغانستان ویرځپلی ولس له یوې سترې غمېزې سره مخ شو، د سویل لویدیځې حوزې څو ولایتونه او له هغې ډلې بیا لرغونی هرات د زلزلې سختو ټکانونو ولړزولو او که څه هم په لومړي سر کې د بېلابېلو لاملونو په اساس د تلفاتو او خساراتو کچه کمه ښکاریده خو د ورځې په تېرېدو، د یادې زلزلې د ځاني او مالي زیانونو شمېره لوړیده او تر اوسه پورې (د څو ورځو له تېرېدو سره سره) هلته د پېښو شویو زیانونو او په تېره بیا د کورونو د نړیدو له امله د تر خاورو لاندې شویو وګړو، کره شمېره له چا سره نشته، خو بیا هم هلته مرستندویه جهتونه لګیا دي مړي له خاورو لاندې را وباسي او هڅه روانه ده چې ویر ځپلي ولس ته د لومړینو اړتیاوو مرستې ورسوي.
د هرات او بادغیس وروستۍ زلزله په ګران هېواد کې د طبیعي آفتونو په لړ کې یو ستر آفت دی چې د خبري راپورونو په اساس، د دې سیمې خلکو ته یې د سر او مال خورا ستر تلفات او زیانونه اړولي دي او د غمېزې ژوروالي ته په کتو ویلای شو چې دا له مصیبت نه ډکه او ویرجنه پېښه، د هرات او بادغیس هستوګنو ته یو لوی الهي آفت ؤ چې اغېزې او اثرات به یې تر اوږدې مودې پورې د خلکو په زړه او ذهن نقش وي.
بل خواته که وګورو د دې ډول غمېزو یو دردونکی اړخ دا هم دی چې په تېرو څه باندې دوه کلونو کې له هېواده د یرغلګرو امریکایانو تر وتلو وروسته او په هېواد کې د جګړې د سرو لمبو تر سړیدو وروسته، په پرله پسې توګه طبیعي آفات، سیلابونه، زلزلې او داسې نور، زمونږ له جګړه ځپلي ولس نه قرباني اخلي او جګړه ځپلي خوار هېواد وال مو له سترو غمونو او کړاونو سره مخ کوي.
په هرات او بادغیس کې د وروستۍ زلزلې له امله زمونږ ولس او خلکو ته د اوښتو تلفاتو او زیانونو کچه دومره لوړه ده چې د قربانیانو اعداد او ارقام یې (د دې سره چې لا تر اوسه وروستي حد ته ندي رسېدلي او هره شېبه یې د زیاتېدو امکان شته) دومره زیات دي چې د انسان پر بدن لړزه راولي او هر با درده او بادرکه انسان د ویر او ماتم په څپو ډوبوي.
خو د دې ټولو سره سره بیا یوه زړه خوشحالونکې او روح آرامونکې خبره دا ده چې د هرات او بادغیس د زلزله ځپلیو د مرستې لپاره تر ټولو لومړی خپله افغانانو ور ودانګل او پرته لدې چې د نړیوالو خیریه مؤسسو او یا د نړۍ د نورو هېوادو د مرستو انتظار وکړي، تر ټولو لومړی افغاني خیریه بنسټونو او ملي سوداګرو او پانګه والو د خپلو زلزله ځپلیو هېواد والو د مرستې لپاره مټې را ونغښتې.
پدې لړ کې د افغاني خیریه بنسټونو هغه هڅې هم د ستایلو دي چې په هرات کې یې د زلزلې د غږ په اورېدو، تر نورو مخکې د مرستې مټې راونغښتې او د تل په څېر یې دا ځل هم له خوارو او زلزله ځپلیو هراتیانو سره د مرستې عملي چارې پیل کړې او تر خاورو لاندې د مړیو او ټپیانو له را اېستلو نیولې بیا د ټپیانو تر لومړنۍ درملنې پورې یې هلې ځلې پیل کړې.
همدارنګه د ځینو لویو ملي سوداګرو او پانګوالو له خوا له دغه زلزله ځپلیو سره د سترو مرستو اعلان او ساحې ته یې د کاري ټیمونو لېږل (لکه د لوی ملي سوداګر میرویس عزیزي، د کام ایر هوایي شرکت د خاوند زمري کامګار او داسې ځیني نور شخصیتونه) کولای شو د امید یوه نښه وګڼو چې زمونږ د هېواد شتمنه طبقه که په هېواد کې د ننه ده او که له هېواد څخه بهر د خپلو خوارو او ځپل شویو هېواد والو په غم او ویر کې ځان شریک ګڼي او د کړاو او مصیبت په دغه تنګ وخت کې هم د خپلو خوارو او ځپل شویو هېواد والو درد او غم احساس کولای شي او تر بهرنیانو وړاندې یې د خپل دغه هېواد والو مرستې ته مټې را نغښتې دي.
پدې لار کې یو بل مهم ټکی چې تل یې یادونه هم شوې ده، له زلزله ځپلیو او په مصیبت اخته خلکو سره د شویو کورنیو او بهرنیو مرستو سم تنظیم او ورسره د هغو د وېش منظم سیسټم دی چې باید چارواکي او مسؤولین ورته پاملرنه وکړي او پرېنږدي چې زمونږ د شتمنو هېواد والو او بهرنیو مرستندویه جهتونو مرستې بې ځایه لاړې شي.
متأسفانه په تېر کې د دا ډول غمېزو او بحرانونو په لړ کې د دې شاهدان وو چې له مصیبت ځپلیو سره شوې مرستې که هغه د کورنیو جهتونو وې که د بهرنیو، یا شفافې ندي ویشل شوې یا هم د اړمنو کسانو اساسي او بنیادي اړتیاوو ته ندي کتل شوي.
که چېرې د هرات او بادغیس له زلزله ځپلیو سره د شویو او کېدونکو مرستو جریان په سمه توګه و څارل شي او مرستندویه جهتونه په تېره بیا هغه چې د مرستې لوی مبلغونه یې ژمنه کړې په خپله د خپلو اعلان شویو مرستو د سم لګښت لپاره د لګولو سمې او د تل پاتې اړتیاوو په کتو ساحې مشخصې کړي، نو ډاډه یو چې دا مرستې به هم ضایع نشي او مصیبت ځپلیو خلکو سره به هم د هغوی د لومړنیو اړتیاوو سربېره، د تل پاتې او اوږد مهاله ستونزو په حل کې مرسته وشي. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس