معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هېواد په دوو سیندیزو حوزو د اورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

د هېواد په دوو سیندیزو حوزو د اورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۵ نېټه):

د راپورونو له مخې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په دوو سیندیزو حوزو کې د اورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی. د راپور پر بنسټ، یادې ادارې ویلي چې نن او سبا ورځ د هېواد په ځینو برخو، په تېره د هریرود او هلمند په سیندیزو حوزو کې د نسبتاً تېزو بارانونو او له دې امله د سېلابونو د راوتلو امکان شته دی.

د هوا پېژندنې ادارې زیاته کړې، چې د کشک او کاشان، هرات، فراه، هلمند، ترینکوټ او زابل د سیندونو په اوږدو کې د ناڅاپي ورښتونو او د اوبو د سطحې د لوړېدو له امله هم د سېلابونو د راوتلو احتمال پیدا شوی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس