ګهیځ ینوز: نن یکشنبه (د زمري/اسد ۳۰مه او د اګسټ میاشتې ۲۱مه نېټه ده) د هېواد د سویلي ولایتونو خلکو له ا.ا غوښتي چې ماشومانو ته یې ښوونځیو ته د تګ زمینه برابره کړي.
ګهیځ نیوز: بي بي سي انګلیسي په خپل راپور کې د هېواد لودیځو ولایتونو په تېره بیا د کندها او هلمند اوسېدونکو له خولې ویلي، چې دوی له ستونزو سره سره خپلو ماشومانو ته د زده کړو او ښوونځیو د تګ زمینې برابرول غواړي.
راپور کې راغلي، یادې سیمې په تېرو کلونو کې سختو جګړو ځپلې وې خو اوس وضعیت ښه شوی او د خلکو یوازینۍ ستونزه، بیکاري او کمزوری اقتصاد دی.
خلکو دغه راز ټینګار کړی، چې باید ماشومان یې ښوونځیو ته لاړ شي او حکومت دې دا زمینه ورته برابره کړي.