معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هېواد په پوهنتونونو کې ۸۵۰ نوي استادان په دندو ګمارل شوي

د هېواد په پوهنتونونو کې ۸۵۰ نوي استادان په دندو ګمارل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۳۰ مه نېټه):
د لوړو زده کړو وزارت چارواکو ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلي، چې د تېر يوه کال په موده کې یې ۸۵۰ نوي استادان په پوهنتونونو کې په دندو ګمارلي دي، چې ډېری يې د اسلامي ثقافت مضمون د تدريس په موخه جذب شوي دي.
د دغه وزارت چارواکو ویلي، هڅه کوي چې په لنډ وخت کې علمي اړتياوې پوره او افغانستان په علمي ډګر کې په خپلو پښو ودریږي.
دوی دغه راز ویلي، چې دغه وزارت په هېواد کې دننه د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو د رامنځته کولو په برخه کې د پام وړ کار کړی دی.
د لوړو زده کړو وزارت چارواکو په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې په تېر يوه کال کې ۳ د دوکتورا او ۱۵ د ماسټرۍ نوي پروګرامونه پيل شوي، چې په دې سره اوسمهال د هېواد په کچه ټولټال ۹ د دوکتورا او ۴۰ د ماسټرۍ پروګرامونه پيل دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس