کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ننګرهار، غزني، جوزجان او نیمروز ولایتونو کې د بېلابېلو ټرافیکي پېښو په پایله کې اته کسان مړه او ۱۷ نور ټپيان دي.
د غزني ولایت د دوو جلا ترافیکي پېښو په پایله کې څلورو کسانو ژوند بایللی او درې نور ټپیان شوي دي.
په ورته مهال د کابل – جلالآباد پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند بایللی او درې نور ژوبل دي.
سربېره پر دې د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې هم د ورته پېښې په پایله کې یو کس مړ او درې نور زخمیان شوي دي.
د خبر پر بنسټ، د جوزجان په خانقاه ولسوالۍ کې هم ترافیکي پېښه شوې، چې په کې یو کس مړ او درې کسان ټپيان دي.
نیمروز کې بیا د موټرسایکل او ریکشې په ټکر کې پنځه کسان ټپیان شوي دي.
دې وروستیو ورځو کې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو کچه لوړه شوې ده.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/