معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هېواد په ګڼو ولایاتو کې د سېلابونو راوتلو اټکل شوی

د هېواد په ګڼو ولایاتو کې د سېلابونو راوتلو اټکل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت د روانې چنګاښ مياشتې له ۱۳ څخه ۱۵ن ېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
د خبر پر بنسټ یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د (کابل، پنج آمو او هلمند) په سنديزو حوزو کې شوی دی.
خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د پنجشېر، غوربند، کونړ، مېدان وردګ، لوګر، لغمان، خوست، پکتیا ، پکتیکا، بغلان او غزني سيندونو پر لاره او ذکر شویو ځاینو په ځینې سېلبرونو کې شتون لري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس