معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هېواد په یو شمېر ولایاتو کې د پولیو ضد واکسین پيل شو

د هېواد په یو شمېر ولایاتو کې د پولیو ضد واکسین پيل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۳۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ماشومانو لپاره د ګوزڼ یا پولیو ویروس ضد د واکسین کمپاین نن د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې پیل شو.
د پولیو فري افغانستان په نوم ویبپاڼې پرون د دغه کمپاین د پیلېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د پولیو ضد واکسین دغه کمپاین به د افغانستان له پنځو شمالي ولایتونو، بلخ، سمنګان، سرپل، فاریاب او جوزجان او همدارنګه په جنوب کې له ارزګان پرته په نورو ټولو ولایتونو کې نن پیل او تر پنجشنبې پورې به دوام وکړي. ویل شوي چې په دغو ولایتونو کې به د پولیو د واکسین کمپاین یوه اونۍ وروسته پیل شي.
د روان زېږدیز کال د پیل راهیسې، د پولیو پنځه مثبتې پېښې په افغانستان کې ثبت شوي، چې ټولې یې په ننګرهار ولایت پورې تړلې دي.
افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې تر اوسه په کې پولیو ویروس نښې شتون لري.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس