کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا د هېواد په ۲۲ ولایاتو کې د باران، تالندې برېښنا، تېزو بادونو او سېلابونو اټکل کړی دی.
د دغې ادارې لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سالنګونو په ګډون دغه وړاندوینه د بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، سرپل، بامیان، سمنګان، بغلان، پنجشېر، پروان، کاپسا، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او میدان وردګ ولایتونو لپاره شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۵تر ۴۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د سالنګونو په ګډون په شمالي، لوېدیځو، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د تېزو سېلیو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل هم شوی، چې په بېلابېلو سیمو کې په یوه ساعت کې یې د چټکوالي کچه له ۵۰ تر ۸۰ کیلو مټرو پورې وي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/