معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې یو ۱۵ کلن ځوان ځان وژنه کړې

د وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې یو ۱۵ کلن ځوان ځان وژنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مېدان وردګو ولایت د امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت جغتو ولسوالۍ په ستر زرین کلي کې يو ۱۵ کلن ځوان ځان وژنه کړې ده.
د خبر پر بنسټ یاد تن چې محمد خالد نومېده، د محمد جمال زوی و چې خپل کور ته څېرمه یې ځان راځوړند کړی و.
د جغتو ولسوالۍ د جنایی جرمونو د آمر په وینا د وژل شوي کس پلار هم د یادې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې زوی یې له هېچا سره کومه ستونزه نه لرله او په خپله یې ځان وژنه کړې.
تر اوسه د نوموړي د ځان وژنې علت رسنیو ته نه دی په ډاګه شوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس