معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د وزیر اکبرخان جومات مخې ته د تېرې ورځې برید؛ ۷ کسه وژل شوي او ۴۱ ټپیان دی

د وزیر اکبرخان جومات مخې ته د تېرې ورځې برید؛ ۷ کسه وژل شوي او ۴۱ ټپیان دی

کابل/ګهیځ: نن شنبه (د تلې/میزان دوهمه او د سپټمبر میاشتې ۲۴مه نېټه ده) تېره ورځ (د تلې لومړۍ) د کابل د لسمې حوزې اړوند سیمه کې د وزیر اکبر خان جومات مخې ته په داسې حال کې چې خلک له لمانځه وروسته په خپرېدو وو، چاودنه وشوه.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د جومات مخې ته د ولاړ موټر له امله، چې چاودېدونکي توکي په کې ځای پر ځای شوي وو، چاودنه را منځ ته شوې.
د ځدراڼ په وینا، پېښه کې ۷ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان دي خو د پېښې دعیني شاهدانو په باور، ښايي مرګ ژوبله تر دې لوړه وي.

امنیه قوماندانۍ یو ځل بیا د پېښې د عاملینو د نیولو ژمنه کړې او وايي چې، امنیتي بنسټونه یې د پیدا کولو لپاره لاس په کار شوي دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې دا په تېرو پنځوو ورځو کې درېیمه چاودنه ده، چې په کابل ښار کې رامنځ ته کېږي خو د دهمزنګ او خیرخانې سیمې اړوند له رامنځ ته شویو چاودنو کره جزیات خپاره نه شول.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس