کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترافیکو عمومي رییس حسیبالله مختار د سرپرست حکومت د مشرتابه د ځانګړي حکم پر بنسټ د وسایطو د اسنادو معافیت اعلان کړی.
د نوموړي په وینا، د دې حکم له مخې هغو موټرو ته چې د اسنادو پاتې شونې یې تر ۱۳۹۴ کاله پورې وي، ۹۰ سلنه معافیت ورکړل شوی.
همدارنګه هغه موټر چې د اسنادو پاتې شونې یې د ۱۳۹۵ څخه تر ۱۳۹۷ کاله پورې وي، ۸۰ سلنه معافیت او هغه چې د ۱۳۹۸ څخه تر ۱۴۰۱ کاله پورې پاتې وي، ۷۰ سلنه معافیت ورته ورکړل شوی دی.
مختار د دې معافیت موخه د افغانانو اقتصادي وضعیت ته پام او د نظم او قانونمندۍ تطبیق ګڼلی.
هغه ویلي، دغه اقدام د خلکو د همکارۍ جلب او د وسایطو د قانوني کولو لپاره یو مهم ګام دی.
د دې فرمان عملي کېدل تمه ده چې د هېواد په کچه د ترافیکي اسنادو ثبت او څارنې بهیر ته چټکتیا ورکړي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/