معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ٧٠ زره ډالرو په ارزښت د لوګر د پوهنې ریاست سره د درسي توکو مرسته وشوه

د ٧٠ زره ډالرو په ارزښت د لوګر د پوهنې ریاست سره د درسي توکو مرسته وشوه

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۰مه نېټه):
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د لوګر د پوهنې ریاست سره د شاوخوا ۷۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د درسي موادو مرسته وکړه.
د پوهنې ریاست ویاند ویلي، دغه مرسته، چې ۸ سوه کېټه درسي مواد په کې شتون لري، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونسېف) لخوا شوې، چې شاوخوا ۷۰ زره امریکایي ډالر ارزښت لري.
د نوموړي په خبره یاده مرسته کې د لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې د مرکز او ولسوالیو ۱۶ زره زده کوونکو لپاره ۱۰ قلمه بېلابېل درسي توکي شامل دي.
د ویلو ده، چې دغه مرستندویه نړیوال سازمان تېره اونۍ هم د دې ولایت د پوهنې له ریاست سره د ۲۳ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ۲۷۱ کېټه درسي موادو مرسته کړې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس