کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان او ترکمنستان د مسوولینو ترمنځ افغان خاورې ته د ټاپي پروژې د اړینو تجهیزاتو او نل لیکو د انتقال لپاره د موقت بندر د جوړېدو په اړه ناسته شوې.
د خبر پر بنسټ په دې ناسته کې دواړو لورو د موقت بندر پر تخنیکي جزیاتو هر اړخیزې خبرې کړي او افغان لوري د بندر د جوړېدو لپاره بشپړ چمتووالی ښودلی دی.
افغان او ترکمن مسوولینو د جوړېدونکي بندر او دغه راز د ترکمنستان په سرحدآباد کې د ټاپي لپاره د انتقال شویو نل لیکو او تجهیزاتو د انبار ساحې له نږدې لیدلې دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/