معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ټرانسپورټ وزارت له لوري جلال آباد کې د ټرانسپورتي نظم د تطبیق عملي چارې پیل شوې

د ټرانسپورټ وزارت له لوري جلال آباد کې د ټرانسپورتي نظم د تطبیق عملي چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې جلال‌ آباد ښار کې د ټرانسپورتي نظم ټینګښت او د رېکشو د تنظیم لپاره د ټرانسپورت وزارت له لوري نوې طرحه چمتو شوې، چې د تطبیق پیل یې د یوې غونډې په ترڅ کې وشو.

په دې غونډه کې د ټرانسپورت وزارت لوړپوړو استازو، د لغمان د ټرانسپورت مسوولینو، د ننګرهار ملکي او نظامي ادارو استازو، ولسوالانو، د ښار ګذر وکیلانو او ځوانانو ګډون کړی و.

د ټرانسپورت وزارت ارشد مشاور مولوي احمد جاوید فیضي وویل، چې دا پروژه د بابا رېکشاراني ترانسپورت شرکت ته سپارل شوې، چې د تطبیق ټولې چارې به پر مخ وړي.

د ده په وینا دا طرحه به د ښار په لویو لارو، واټونو او مزدحمو سیمو کې د ټرافیکي نظم رامنځته کولو ترڅنګ خلکو ته د سفر اسانتیاوې برابرې کړي.

غونډه کې د ننګرهار واټ ټرانسپورت رییس مولوي ذبیح‌الله مجاهد هیله وښوده، چې د جلال‌ آباد لپاره چمتو شوې طرحه به د ټرافیکي نظم، د ریکشو د تنظیم او خلکو ته د ښه ټرانسپورتي خدماتو د برابرولو لپاره مهمه ثابته شي.

مسوولینو ټینګار وکړ، چې د جلال‌ آباد ښار د ټرانسپورتي وضعیت ښه والي ته جدي اړتیا وه او د دې طرحې تطبیق به د ترافیکي نظم، د خلکو خوندیتوب او د ښار ښکلا ته مثبت بدلون ورکړي.

دا طرحه د هېواد په کچه په لومړي ځل جلال آباد کې پیل شوه، چې د مسوولینو په وینا وروسته به نورو ولایاتو ته هم وغځول شي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس