کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاسپورټ عمومي ریاست ويلي، چې د پاسپورټ د پیسو د ورکړې په موخه يې له خصوصي بانکونو سره خبرې کړي.
د دغه ریاست مسوولینو ویلي، هڅه کوي چې د پاسپورټونو د وېش په دریو نویو مرکزونو کې د ملي بانک څانګې جوړې کړي.
که څه هم چې په تېره یوه نیمه میاشت کې د پاسپورټ د وېش بهیر چټک شوی، خو د پاسپورت ځيني غوښتونکي د پاسپورټ د پیسو د سپارلو لپاره د بانکي استازولیو د زیاتېدو غوښتنه کوي.
د پاسپورت ریاست په وینا، تېرو شلو ورځو کې په ټول هېواد کې ۱۸۰ زره کسانو ته پاسپورتونه ورکړل شوي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/