معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د پاکستان استخباراتي ادارې اسلام آباد کې یو تن د ځان وژونکي برید په تور نیولی

د پاکستان استخباراتي ادارې اسلام آباد کې یو تن د ځان وژونکي برید په تور نیولی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۰ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د ذاکرالله په نوم یو شل کلن ځوان چې خېبر پښتونخوا کې د افریدو سیمې اصلي اوسېدونکی دی، اسلام آباد کې د پاکستان استخباراتي ادارې له لوري د ځان وژونکي برید ترسره کولو په تور نیول شوی دی.
تر دې وړاندې لومړی پاکستان کې د امریکا سفارت اسلام آباد کې د یو ستر احتمالي برید د ترسره کېدو خبر ورکړی و چې ترې یو ورځ وروسته بیا د سعودي عربستان په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو خپل اتباع اسلام آباد کې له ګرځېدو څخه منع کړي و.
د ځان وژونکي برید د ترسره کولو په تور دغه کس په داسې مهال نیول کیږي چې دې وروستو کې د پاکستاني طالبانو له لوري بریدونو او چاودنو ته زور ورکړل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس