کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۴ مه نېټه):
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد پنجاب آیالت کې له ترهګرۍ سره د مبارزې د ځانګړې ادارې دوه تنه لوړ پوړي افسران د یوه نامعلوم وسلوال لخوا وژل شوي دي.
پاکستاني رسنیو ویلي، دا پېښه تېره ورځ د پنجاب ایالت په خانیوال سیمه کې رامنځته شوې ده چې په اړه یې ځایي پولیسو ویلي، د نوید صادق او ناصر بټ په نومونو دغه دوه افسران د سړک په غاړه په یوه هوټل کې ډوډۍ خوړلو پرمهال د یو وسلوال برید ښکار شول.
ځایي پولیسو زیاته کړې چې بریدګر له سیمې څخه تښتېدلي، خو زیاتوي چې دوی یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
بلخوا په ټولنیزو رسنیو کې هغه ویډیو هم خپره شوې، چې د پاکستان ولسمشر عارف علوي نوید صادق ته د زړورتیا مډال ورکوي.
دې وروستیو کې د پاکستاني طالبانو له لوري د پاکستاني حکومت پر پوستو او اشخاصو بریدونو زور کړی چې له امله یې حکومتي مشران وارخطا شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/