معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د پاکستان حکومت یو ځل بیا خپل هېواد کې ناقانونه اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی:

د پاکستان حکومت یو ځل بیا خپل هېواد کې ناقانونه اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی:

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۰):
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پاکستان کې هغو اوسېدونکو ته ګواښ کړی چې د ویزې له ختمېدلو وروسته لا هم په پاکستان هېواد کې اوسېږي.
دوی په خبرپاڼه کې ویلي، چې که د ویزې تر ختمېدو وروسته بیا هم څوک په پاکستان کې پاتې شي، نو د درې کاله بند سزا به ورکول شي او سربېره پر دې به دوی پاکستان ته د بیا ځل ننوتلو په تور لېست کې هم شامل شي.
په خبرپاڼه کې څه هم د مېشتو افغانانو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو دا خبرپاڼه په افغانستان کې د پاکستان سفارت هم پر خپلې فېسبوک پاڼې خپور کړی دی.
وړاندې تر دې یو شمېر ویډیوګانې او راپورونه خپاره شول چې په کې د پاکستاني حکومت له لوري افغان ګډوالو سره له زور زیاتي ډک چلند ترسره کېده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس