کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۳):
پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو وايي چې دی تمه لري چې د افغانستان اوسنی حکومت به ددې هېواد امنیت خوندي کړي.
بلاول بوټو زرداري تېره ورځ له یوه اندونیزیايي ټلوېزیون سره په مرکه کي دا خبره کړې ده.
نوموړي همدا رنګه ویلي چې هیڅوک یا هیڅ هېواد نهغواړي، چې په کور کې يې ترهګري وده وکړي او نورې نړۍ ته ترې ګواښ پېښ شي.
نوموړي ويلي: “موږ هیله من یو چې د افغانستان موقت حکومت به نه یوازې دا موضوع حل کړي، بلکې امنیت به هم برابر کړي .
د پاکستان د بهر نیو چارو وزیر وایې چې
دوی هیله من دي چې د افغانستان موقت حکومت به نه یوازې دا چې د ترهګرۍ مسله حل کړي، بلکې امنیت به هم برابر کړي.
ښاغلي زرداري د افغان سولې په اړه د پاکستان زوړ دریځ بیا تکرار کړی چې په افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده.
نوموړي افغانستان ته په بهرنیو چارو کې د پاکستان حکومت د دولت د وزیرې حنا رباني کهر وروستي سفر ته هم اشاره کړې او ویلي دي، چې دواړو لوریو د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه او د اقتصادي راکړې ورکړې په زیاتېدو بحثونه کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي، چې افغانستان او پاکستان دوه ښه ګاونډیان دي او ښه ګاونډيان به پاتې شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/