معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د پاکستان د پوځ اوسنی لوی درستیز په لومړي ځل بهرني سفر کې سعودي عربستان ته تللی

د پاکستان د پوځ اوسنی لوی درستیز په لومړي ځل بهرني سفر کې سعودي عربستان ته تللی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۷ مه نېټه):
د عربي رسنیو د راپورونو پر بنسټ د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر سعودي عربستان ته د خپل لومړني سفر په ترڅ کې د هغه هېواد له دفاع وزیر خالد بن سلمان سره لیدلي دي.
د راپورونو له مخې د دواړو هېوادونو پوځي چارواکو دغه لیدنه کې د ستراتیژیکو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.
بل لور د پاکستان پوځ په خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي، چې د دې هېواد لوی درستیز به د جنورۍ تر لسمې نېټې د سعودي عربستان سربېره متحده عربي اماراتو ته هم سفر وکړي.
دا د پاکستان د پوځ د لوی درستیز په توګه د جنرال عاصم منیر تر ټاکل کېدو وروسته بهر ته د نوموړي لومړی سفر دی.
نوموړی دغه سفر په داسې مهال کوي چې دې وروستیو کې پاکستان د سخت اقتصادي، امنیتي او سیاسي ستونزو سره لاس او ګرېوان شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس