معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پاکستان سرپرست حکومت ټاکنیز بهیر کې په لاسوهنې تورن شوی

د پاکستان سرپرست حکومت ټاکنیز بهیر کې په لاسوهنې تورن شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۲ مه نېټه):

د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد د بشري حقونو کمېسیون د ټاکنو په بهیر کې د حکومت پر ښکاره لاسوهنې نیوکه کړې ده.

د خبر پر بنسټ، د پاکستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویلي، داسې نه ښکاري چې راتلونکې میاشت کې د پاکستان پارلماني ټاکنې آزادې، عادلانه یا د اعتبار وړ وي.

دې کمېسیون زیاته کړې، چې دوی د بشري حقونو د ټولیز خرابوالي په اړه ژوره اندېښنه لري او دا مسله د نوي کال په پیل کې عاجلې پاملرنې ته اړتیا لري.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون دا هم ویلي، چې تري – تم کول، د استعفاء لپاره د ګوند پر مشرانو د فشار څرګندې نښې، یا د سیاست بشپړ پرېښودو ته د هغوی اړ ایستل او په دې وروستیو کې د نوماندانو د نوم لیکنې د اسنادو ردول په ټاکنو کې د لاسوهنې له نښو څخه دي.

د پاکستان سرپرست حکومت لا تر اوسه د دغو ادعاوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس