معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پاکستان له زندانونو افغانستان ته د افغان بدیانو د لېږد لګښت افغان سفارت ورکوي

د پاکستان له زندانونو افغانستان ته د افغان بدیانو د لېږد لګښت افغان سفارت ورکوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۴ مه نېټه):
پاکستان کې افغان سفارت پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې افغانستان ته د هغو افغان بنديانو د بېرته ستنېدو لګښت پر غاړه اخلي، چې د پاکستان د کراچۍ له زندانونو څخه خوشي کیږي.
دوی د یادو بنديانو له کورنيو غوښتي چې د دې چارې لپاره چاته له پیسو ورکولو ډډه وکړي.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس څو ورځې وړاندې د پاکستاني پولیسو او چارواکو له قوله خبر ورکړ، چې د دغه هېواد په زندانونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۱۲ سوو پورې افغان کډوال بنديان دي، چې د دغو کډوالو له منځه یې د ځینو کسانو د ځورولو راپورونه هم رسنیز شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس