معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پاکستان له زندانونو سلګونه نور افغان بندیان خوشي کیږي

د پاکستان له زندانونو سلګونه نور افغان بندیان خوشي کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۹مه نېټه):
د رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ ویلي، تر راتلونکو دوو میاشتو به له ۲۹۰ ډېر افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې پراته دي، خوشې شي.
د یادې کونسلګرۍ مسوولین زیاتوي، پاکستان کې د ۲ زره ۶ سوه افغان بندیانو له ډلې نږدې ۲ زره ۳۵۰ بندیان چې ښځې او ماشومان هم په‌ کې شامل دي، خوشي شوي او هېواد ته ستانه شوي دي.
بل‌ لور ته د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، تېره یوه میاشت کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۲۸ زره افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.
د دوی په وینا، د افغان بندیانو پر ستونزو د غور لپاره د لویې څارنوالۍ په مشرۍ یوه کمېټه هم جوړه شوې ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، اوس‌ مهال له شپږو تر اتو میلیونو افغانان په نورو هېوادونو کې، په تېره بیا ایران او پاکستان کې ژوند کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس