معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پاکستان له زندانونو ۱۷ تنه نور افغان بندیان هم آزاد شوي

د پاکستان له زندانونو ۱۷ تنه نور افغان بندیان هم آزاد شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۰ نېټه):
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي برخې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان د سېند ایالت له زندانونو ۱۷ افغان کډوال خوشې شوي دي.
دوی په یاده خبرپاڼه کې زیاته کړې، ۱۷ تنه افغانان چې پخوا د پاکستان د سېند ایالت د پولیسو له لوري نیول شوي وو، د دغه ایالت د استېناف محکمې د حکم پر اساس له بند څخه خوشې شول.
ټاکل شوې چې خوشې شوي کسان په پاکستان کې د افغانستان ډيپلوماتیکو بنسټونو په همکارۍ د سپين بولدک له لارې هېواد ته ولېږدول شي.
تر دې وړاندې هم د افغان کونسلګرۍ له لوري د پاکستاني حکومت لخوا د نیول شویو یو شمېر افغانانو د خوشې کولو راپورونه ورکړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس