کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان سرپرست لومړي وزیر په یوه خبري ناسته کې د ټاکنو د پایلو په اړه سیاسي ګوندونو او لاریون کوونکو ته ویلي، چې د دغه هېواد خلکو د ټاکنو پایلې منلې دي.
انوارالحق کاکړ د وروستیو ټاکنو په ترسره کولو کې د دغه هېواد د ټاکنو د کمېسیون او د پوځ له کړنو هم دفاع کړې ده.
کاکړ په داسې حال کې د ټاکنو کمېسیون او د هغې د پایلو دفاع وکړه، چې یو شمېر سیاسي ګوندونه د فبرورۍ د اتمې د عمومي ټاکنو په پایلو کې د درغلیو او لاسوهنو ادعاوې کوي.
انورالحق کاکړ د پاکستان پر سیاسي ګوندونو نیوکه کړې، چې په پاکستان کې د ټاکنیزو تشو د له منځه وړلو لپاره د اغېزمنو قوانینو”په جوړولو کې پاتې راغلي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/