معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پاکستان ټاکنو کمېسیون د عمران خان د نیولو حکم صادر کړی

د پاکستان ټاکنو کمېسیون د عمران خان د نیولو حکم صادر کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۳ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هېواد د ټاکنو کمېسیون د هغه هېواد پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د نیولو حکم صادر کړی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو پربنسټ پر عمران خان ټاکنو کمېسیون ته د سپکاوی تور دی، چې له امله یې یاد حکم صادر شوی او په کې یادونه شوې چې دې قضیې کې به یې ضمانت نه کیږي.
د هغه وکیل رسنیو ته ویلي چې نوموړی به نن د ټاکنو کمېسیون ته وړاندې شي. تر دې وړاندې د عمران خان نیول کېدو ټول پاکستان کې د لاریونونو لامل شوي ؤ، چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې وه او ډېر شمېر دولتي تاسیسات هم تخریب شوي وو.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس