معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پاکستان پر حکومت د پورونو کچه ۱۵ سلنه زیاته شوې

د پاکستان پر حکومت د پورونو کچه ۱۵ سلنه زیاته شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر پاکستاني رسنیو د خپلو ځایي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې پاکستان حکومت باندې د پورونو په کچه کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی.

د دوی په وینا د روان کال مې میاشتې تر پایه د پاکستان پر حکومت د پورونو اندازه ۶۷،۸۱۶ میلیارده پاکستانیو روپیو ته رسېدلې، چې کورني او بهرني پورونه په کې شامل دي.

د پاکستان د مرکزي بانک د شمېرو له مخې د تېر یوه کال په موده کې په پورونو کې ۱۵ سلنه ډېروالی راغلی دی.

د پاکستان پورونه د ۲۰۲۳زېږدیز کال په مې مياشت کې ۵۸۹۶۴ میلیارده روپۍ وه.

د دغه هېواد د ناخالص پور اندازه د روان کال د اپرېل تر مې میاشتو په موده کې ۲ اعشاریه ۶ سلنه زیاته شوې.

دغه راز حکومت اټکل کوي، چې راتلونکی کال به له بېلابېلو لارو نژدې ۷۵۰۰ میلیارده روپۍ پور ترلاسه کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس