معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پاکستان په پنجاب کې د ککړې هوا له امله ښوونځي رخصت شوي

د پاکستان په پنجاب کې د ککړې هوا له امله ښوونځي رخصت شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان په پنجاب ایالت کې چارواکو ویلي، چې د هوا د سختې ککړتیا له امله ښوونځي رخصت شوي دي.

د خبر پر بنسټ ټاکل شوې، چې زده کوونکو ته به د روانې نومبر میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې انلاین زده کړې ورکړل شي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د پاکستان په ځینو ښارونو کې هوا په بې ساري ډول ککړه شوې ده.

د پنجاب ایالت یوې لوړ پوړې چارواکې، مریم اورنګزیب په لاهور کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د هوا د ککړتیا او کېفیت د خرابۍ له امله حکومت پرېکړه کړې، چې د متوسطه او لېسو ټولګي رخصت کړي.

دغه پرېکړه به د پنجاب د مرکز، لاهور ښار په ګډون په دغه ایالت کې د میلیونونو ماشومانو د زده کړې بهیر اغېزمن کړي.

د یادولو وړ ده چې د دې ککړې هوا اصلي لاملونه د بې کېفیته ډیزلو کارول او د ژمي په موسم کې د ناسمو توکو سوځول ګڼل شوي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس