معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پاکستان په کراچۍ کې د پولیسو پر یو مهم مرکز د ډله ییز برید له امله ۲۱ تنو ته مرګ_ژوبله اوښتې

د پاکستان په کراچۍ کې د پولیسو پر یو مهم مرکز د ډله ییز برید له امله ۲۱ تنو ته مرګ_ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۹ مه نېټه):
پاکستاني چارواکو ځایي رسنیو ته ویلي، چې په کراچۍ ښار کې د پولیسو پر دغه مرکز د شپې اووه نیمې بجې درې تنو وسلوالو چې په ځانمرګو واسګټونو او وسلو سمبال وو، ډله ییز برید ترسره کړ چې په کې تراوسه د څلورو تنو د وژنې او د ۱۷ نورو د ټپي کېدو پخلی شوی.
چارواکو رسنیو ته زیاته کړې، برید نږدې پنځه ساعته دوام وکړ چې پای کې برید د درې واړو بریدګرو په وژل کېدو سره پای وموند.
دا مرکز د پاکستان د لوړ پوړو پولیسو د اوسیدو ځای دی. د کراچۍ د پولیسو یوه چارواکي جنرال عرفان بلوچ رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې د برید پر مهال په دې ودانۍ کې شاوخوا ۳۰ پولیس موجود وو.
د پاکستاني ط.البانو تحریک د یاد برید مسوولیت منلی او پاکستاني پولیسو ته یې په کې د درنې مرګ_ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس